- مطابق
خبر:
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د کارمندانو ورځنۍ مزدوري یا معاش ۳۰سلنه یعنې ۵۵۰۰ ته لوړ شوی او په خبره یې چې دغه معاش به د جولای له لومړۍ نېټې پلی شي. (نیوز اجنسي)
تبصره:
له دې سره ۶۳۹۱ حد اقل مزدوري یا تنخوا پاتې ده چې په دې وروستیو کې د (TÜRK-İŞ) یا د ترکیې د «کارګرانو ټولنو کنفدراسیون» د یوې څلور کسیزې کورنۍ لپاره اعلان کړه.
پر دې سربېره، د ترکیې دولت د ۲۰۲۲ م کال په جون کې مصرف کوونکی تورم اعلان کړ، چې پر اساس یې، په جون کې بیې ۴.۹۵ سلنه ته لوړې شوې. کلنۍ تورم ۷۸.۶ سلنه ته پورته شو. د تورم څېړنې ډلې د معلوماتو له مخې، په میاشتني ډول تورم ۸.۳۱سلنې او په جون کې په کلنۍ ډول ۱۷۵.۵۵ ته زیات شو.
له دې څخه ښکاري چې د ترکیې دولت له خوا د بیو اعلان شوی تورم واقعیت نه ښيي. دا هم ټولو ته معلومه ده چې په مارکېټ، خوراک پلورنځيو او بازار کې بیې ۲۰۰سلنې ته نږدې شوې. خلک شاهدان دي چې بیې تقریبا هر ورځ بدلېږي. دوی همدارنګه د ورځو په تېرېدو سره له نوي نرخ ټاکل کېدو او لوړېدو سره مخ دي.
په داسې حال کې چې د ترکیې د دولت له خوا د تورم اعلان شوی نرخ ۷۸.۶ سلنه دی، حد اقل مزدوري د اعلان شوي تورم له بیو څخه کمه ده. هغه دولت چې تل وایي چې دوی د خلکو پر تورم د غلبې خنډ شوي، دا هر څه د خلکو د ذهنونو غولولو لپاره دي.
حکومت د معمول غوندې پر هغو میلیونونه وګړو نه دی حیران شوی چې هغوی د ژوندي پاتې کېدو او له لوږې څخه د مخنیوي په هدف زیار باسي. له دغو بیو سره پر یو وخت حکومت میلیونونه کارمندانو ته داسې ویناوو ته دوام ورکړی: «تاسو بېوزله یاست، همداسې بېوزله پاتې شئ.»
په داسې حال کې له خلکو سره هره ورځ د بیو په لوړېدو سره محاسبه کېږي، د مهمو تولیداتو بیې ۳۰۰ او ۴۰۰ سلنه اعلانېږي، له څلورو تر پنځو وختونو د هر شي بیې پورته کېږي او پېرېدو کچه د پخوا غوندې نه ده، خو د کار په بدل کې بیا ورځنۍ مزدوري «پیسې» په ورته کچه نه لوړېږي.
دغه ناسم پوهاوي او بې عدالتۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره خلک بېوزله کړي دي. د بېلګې په توکه، په ۲۰۱۲ م کال کې حد اقل د ورځې مزدوري ۴۰۶ډالرو سره برابره وه. د ۲۰۲۲ م کال په جون کې تنخوا یا حد اقل د کارګرو مزدوري ۲۸۷ډالر کېږي.
بلخوا، حکومت حد اقل مزدوري په قاچوغو ورکوي، خو دندې او مسوولیتونه بیا په «بېلچو یا بېلونو» ور وېشي. د دندې معاش چې د ۴۰زره لېرې په شاوخوا کې وو، د ۱۷زره په زیاتېدو سره ۵۷زره لېرو ته لوړ شو. د متقاعدینو مزدوري له ۱۸زره څخه ۲۵زره ته لوړ شوه.
په حقیقت کې کاګران او متقاعدین د تورم پر وړاندې درېږي او هغو لګښتونو ته مخه کوي چې له تورم لګېدونکو ځان وساتي. دولت میلیاردونه لېره په سود ورکوي، زیان ورته رسېږي، خو د احد اقل پیسو او یا مزدورۍ د ورکړې او ټاکلو پر مهال ناغېړي کوي.
د باور وړ نه ده چې دولت د لوږې تر کرښې لاندې خلکو ته حد اقل د مزدورۍ زر لېرې ټاکي، له خلکو سره به په کوم مخ مخامخ کېږي او هېڅ به نه شرمېږي!
په هر حال، دا بشپړه بې احتیاطي ده چې له عدالت او پراختیا ګوند څخه د «دمیرباغ» په نوم یو تن چې له ډېرې مودې وروسته یې د غوښې بیې لوړېدو په اړه وویل: «که اړتیا وي، نیمه کیلو غوښه به وخورو.» د دوی غږ هم پورته شو او ویې ویل چې په دومره خوراکي توکو یې ژوند نه شي کېدای.
هغه وویل چې په ۴۰زره لېرې معاش شرمېږي. په داسې حال کې چې کارمندان د ژوندي پاتې کېدو او د لومړنیو اړتیاوو پوره کېدو لپاره په ۵۵۰۰ لېرې ژوند کوي. یو تن چې ۴۰زره لېرې معاش اخلي، د داسې خبرو کول ورته شرم دی.
پر دې ټولو سربېره، د ترکیې د مالیې وزارت اعلان کړی چې د زیاتې شوې حد اقل مزدورۍ یا ورځنیو پیسو په ډېرېدو سره ۹.۶میلیارده لېرې مالیه وبښل شوه. مالیې وزارت همدارنګه وویل چې په دې سره یې ستر کار کړی، ته به وایي چې له خپله جېبه یې ورکړې دي.
دغه بښل شوې پیسې او مالیه چې د ترکیې د مالیې وزارت له لوري اعلان شوې، هغه مالیه ده چې له خلکو راټوله شوې ده. د ترکیې حکومت ته وایو چې تاسو د چا پیسې ورته بښئ؟ ایا دا د خلکو خپلې پیسې نه دي؟ ایا دغه خلک د ظالمانه مالیو له امله له کلونو راهیسې نه دي قرباني شوي؟ همدا تاسو نه وئ چې له کپټلېستي شرکتونو، مالي قوانینو او بانکونو له لارې مو له خلکو د مالیو راټولول پیل کړل؟ ایا په داسې څرګندونو او بیانیو نه شرمېږئ؟
له ۱۹۵۰م کال راهیسې په ترکیه کې ۶۶دولتونه تېر شول. هېڅ حکومت پر دې نه دی توانېدلی چې د ټولنې ستونزې حل کړي. پر خلکو ناسمې پالیسۍ ور تپل شوې دي. دوی تل خلک د دغو پالیسو قرباني کړي، ټول وخت یوازې خلکو قرباني ورکړې ده.
هغه څوک چې واکمنان وو او د حکومت ګټې یې تر لاسه کړې، یو څو کسان یې شتمن کړل او تل یې په خلکو کې د فقر او لوږې ډېروالی یوازې غندلی. هر کله چې واکمنان شتمن شوي، خلک په لوږه او فقر کې پاتې شوي دي. د چارواکو او واکمنانو او څېرو په بدلېدو سره هېڅ وخت ستونزه نه ده حل شوې. دا بدلونونه یوازې له دوکې پرته بل څه نه دي.
نو اې مسلمانانو! تر څو به له داسې بدبختۍ څخه ډک ژوند تېروئ؟
تر څو به واکمنانو ته فرصت ورکوئ چې ومو کاروي؟
تر کله به تاسو د اسلامي سیسټم بیا منځته راوړلو ته په تمه وئ، چې د ژوند دغه سختې ستونزې حل کړي؟
ایاد اوس یې وخت نه دی چې سېکولر، ډیموکراټ او کپټلېست سیسټم وغورځول شي، چې اوس له منځه وړل شوی، ناکام او د ټولو بحرانونو سرچینه دی؟
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
لیکوال: یلماز «سیلیک»
ژباړه: بهیر «ویاړ»